Mortaza Afghan

Mortaza Afghan vghbjnkm

*هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېری...
08/03/2023

*هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي.*

✍🏻 ملګرو زموږ فیج درسره لایک کړی

24/12/2022

د جنازې اعلان
کتاب، قلم، ښوونځی او ټولګی وروڼه،
ناتکمیل شوې سپينې کتابچې، د کتابونو ګردوهلې بکسې، د پرمختللي ژوند هیلې، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او هڅې؛ خویندې،
د لیک لوست زده کېدونکي توري، سپېره پېنسلونه او خړ پړ رنګه ګان؛ ماماګان،
په کانکور ازموینه کې د بریا لپاره تر نیمې شپې مطالعې، د درسونو شوګیرې او ورک شوي خوبونه، ورېرونه،
د ښوونځي او پوهنتون پر لاره له خدای سره د ذکر په ژبه راز او نیاز، په وچو شونډو د دوبي په اوږدو ورځو روژې، د شپې تهجدونه او د سهارني تلاوت آزانګې؛ عمه ګانې،
د ارزښتونو په تله تللی دروند حجاب او پړونی د پلار ورور.
د ځان او خدای پېژندنې درسونه، د کایناتو په رموزو پوهېدنه، د بریالي ګډ ژوند جوړونې خوبونه او د نېک سیرته صالح او مصلح اولاد روزنې آرمانونه؛ د پلار د کاکا زامن.
په دې توګه ټولو دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان په نوم جبروهلې، زنګ وهلې، کرخته او بې حسه جغرافیې په لر او بر کې د رڼا او تمدن د ترویج په پار له کابو یوې پېړۍ ناکامو هڅو او د جهالت تبې نیولې ټولنې د دردونو له تحمل وروسته بالاخره نن د میلیونونو نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو په تړلو سره «په افغانستان کې د پوهنې ساه وخته» او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه. په داسې حال کې چې د جهالت قهرېدلو تورو استازو یې د تکفین، تدفین او جنازې د مراسمو لپاره یوازې څو ساعته فرصت ورکړی، له ټولو خواخوږو هیله کېږي چې نن چهارشنبه د لیندۍ (قوس) ۳۰مه د ماسپښین یوه بجه د کابل پل خشتي جومات انګړ کې د «پوهنې» جنازه کې ګډون وکړي. که په ټول عمر مو د کورنۍ حتی یو تن هم (الف، با) زده کړې وي؛ کېدای شي له «مرحومې پوهنې» سره د رشتې او تړاو احساس ولرئ او همدا احساس مو پښې د هغې د جنازې پر لور راوکاږي.
د یادونې وړ ده چې د «اروښادې پوهنې» جنازه به د کابل ښار په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
دوستان دې خبر وي. 🥲
انا لله و انا الیه راجعون
لطفا دا اعلان تر نورو هم درسره ورسوئ، هسې نه د دې بدمرغې جغرافیې په کومه څنډه کې د پوهنې کوم بې خبره لېونی مینوال او لېوال انسان بې خبره پاتې شي.copy

09/09/2021

hnb jhbkj

Address

Tagab

Telephone

+93790603166

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mortaza Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mortaza Afghan:

Share