24/09/2025
د نورستان ولایت رسنیز دفتر یوې خبرپاڼه کې کښلي چې د نورستان - کونړ پر لویه لاره په چتراس سیمه کې د سړک جوړولو پر مهال پر کارګرو ډبرې ښویېدلې چې له کبله یې دوو تنو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
پېښه نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې کارګران د استنادي دېوال په جوړولو بوخت وو او له پاسه پرې ډبرې راولوېدلې.
#شمشادنیوز