06/02/2026
ناول :د هدیری پای
لیکوال: شاهدالله اسرار
برخه: دویمه برخه
د تیری برخي الفاظ:زه په دوکان کې پاتې شوم.
خدای څه فکرونو په مخه کړی وم چې یو کس مې مخې ته ودرېد.
د دوهمی برخه پیل
غټه تنه یې وه، په دروندغږ یی«سلام علیکم» وکړ.
«بیدر، خوب استی؟ چی شد اندیوالت؟»
هېران شوم چې دا لا پسې څوک شو. ځان یې راته د بلاک څوکيدار معرفي کړ، نوم یې سمیع وو. د احمد ضیا پوښتنه یې کوله. ورته مې وویل چې د دوکان لپاره سودا راوړ.
غرمه مهال یوه نیمه بجه وه چې یو موټر له سودا ډک د دوکان مخې ته ودرېد. سودا مو د لېست مطابق ژر ژر له موټر څخه دوکان ته انتقال کړه.
په اخیر کې مې مشر ورور ته ورغږ کړل. موږ به احمد ورته وایل «احمده، وه احمده»
سودا خلاصه شوه. ژوره ساه یې واخیسته، زیاته یې کړه:نو څه کوي راځه، دلته راسره کمک شه.
څه به مو سر خوږوم، د سهار به مکتب ته تلم او له مکتب څخه به سیده د دوکان پر لوري راتلم.
تقریباً د غرمې دوه بجې وې. د دوکان مخې ته ناست وم او د ورځې تود سکوت مې پر اوږو بار و. لمر د سړک پر مخ د ژوند ستړې ساه خوروله، خلک لکه د وخت تر فرمان لاندې بېخبره تېرېدل.
په همدې ناڅاپي کې مې سترګې پر یوې جلۍ ولګېدې؛ خدای بېمثاله ښایسته کړې وه. د هغې شنې سترګې د پسرلي د سهار د څپو په څېر روښانه وې، داسې برېښېدې لکه د طبیعت له زړه راوتلې رڼا چې د انسان پر روح لګېږي. د زرکي په څېر یې قدمونه اخیستل، ارام، نازک او بېغږه؛ داسې ښکارېده لکه له ځمکې سره نه، بلکې له هوا سره روانه وي. په هر حرکت کې یې حیا، سادگی او یو پټ وقار نغښتی و، او هماغه شېبه مې احساس کړه چې ځینې ښکلاوې یوازې د سترګو لپاره نه وي، بلکې د زړه د چوپتیا لپاره پیدا شوې وي. د هغې لنډ حضور زما د فکرونو خاموشه جریان ګډوډ کړ، لکه څوک چې د ولاړې اوبو پر سطحه ډبره وغورځوي.
په هماغه شېبه پوه شوم چې انسان کله ناکله د ټول عمر سکوت یوازې د یوې شېبې لپاره زغمي، او ښایي مینه هم همداسې راځي: بېخبره، لنډه، خو تل پاتې او له پوښتنو ډکه.
هغه مې له سترګو په تور حجاب کې پناه شوه، خو د تلو انداز یې لا هم زما په ذهن کې د یوه فلم د صحنې په شان پاتې وو.
په دغه وخت کې احمد راباندې غږ کړ:
«بشارت، ویده یې که څنګه؟ مشتري درته ولاړ دی، لکه چې په ویښه خوبونه وینې.»
ګورم چې یو ځوان، چې میانه قد او ګوړګوتي ویښتان یې وو، په خندا یې احمد ته ورغبرګه کړه:
«جوان است، د جوانی خو ازی گفتای میآید.»
ورزیاته می کړه:
«تجربهٔ پدر، علم است.»
مسکی شو، نور څه یې ونه ویل، خپل حساب یې خلاص کړ. د وتلو په وخت کې یې مخ راواړولو او په ماته ګوډه پښتو یې راته وویل:
زما نوم حامد دی، دلته زرنج چلوم، که کوم خدمت وو، غږ کوه.
مننه می تری وکړه او لاړ .
ورځ هم لکه کال، داسې راباندې تېره شوه.
کور ته چې راغلم، مور مې راته وویل:
«زویه جانه، لکه چې مریض یې، شونډې دې پتري نیولي، رنګ دې هم پرزېدلی.»
ستړیا مې ورته بهانه کړه چې په دوکان کې کارونه زیات وو.
د ماښام له لمانځه وروسته ډوډۍ تیاره شوه، خو زما زړه نه اخیستله. ورو ورو مې د خپلې کوټې په لوري حرکت وکړ. د هغه چا فکرونه مې په ذهن کې ګرځېدل چې لا یې نوم هم راته معلوم نه و.
د زړه سکون مې ورک و. پر بستر کښېناستم. د کوټې چوپتیا درنه وه، یوازې د ساعت ټک ټک د وخت بېرحمي راته بیانوله.
سترګې مې پټې کړې، خو د هغې د تلو انداز، د هغې لنډ حضور، لا هم زما د ذهن پر پرده د فلم د یوې ژوندي صحنې په څېر ګرځېده.
له ځان مې وپوښتل: ولې انسان کله د داسې چا له نشتونه دومره ناارامه شي، چې شتهوالی یې هم یوازې یوه شېبه وي؟
د زړه له کومې مې ساه واخیسته. پوه شوم چې دا بېقراري تصادف نه ده. ځینې احساسات بېاجازې راځي، بېپوښتنې پاتې کېږي، او بیا انسان ته دا ور زده کوي چې تقدیر تل په لوړ غږ نه راڅرګندېږي؛ ځینې وخت د یوې چوپې شېبې په بڼه راځي، خو د ټول ژوند لوری بدلوي.
همدغو سوچونو کې ملا اذان راباندې وکړ. له خپل ځایه پورته شوم، لمونځ مې ادا کړ پر جاینماز ناست پاتې شوم.
زړه مې یو څه سپک شوو، فکرونه مې نه ارامېدل. په همدې وخت کې مې مور کوټې ته راننوتله. د قدمونو غږ یې نرم و، خو د سترګو اندېښنه یې روښانه وه.
مور مې وویل:
«بشارت زویه، څنګه یې؟»
ما ورو سر پورته کړ او ومې ویل:
«ښه یم مور… اوس ښه یم.»
خو هغې باور ونه کړ. راته ځیر شوه، د تندي پر منځ یې ګونځې پیدا شوې او ویې ویل:
«دروغ مه وایه زویه، له سترګو دې ښکاري چې ټوله شپه دې خوب نه دی کړی.»
ما څه ونه ویل. یوازې مې ساه واخیسته او سترګې مې ښکته کړې.
مور مې راته رانږدې شوه، لاس یې زما پر سر راکش کړ او په نرم غږ یې وویل:
«انسان چې په زړه کې څه پټ کړي، بدن یې ژر ستړی کېږي. که څه دې په زړه کې وي، راته ووایه.»
خو بیا می هم زړه نه شوای کولی. ځینې دردونه داسې وي چې انسان یې نوم نه شي اخیستلای، یوازې یې احساسوي.
یوازې دومره مې وویل:
«هیڅ نشته مور… لږ فکرونه مې ډېر شوي دي.»
هغې بیا هم زما سترګو ته وکتل، پوه شوه چې خبره تر دې ډېره ده، خو چوپه پاتې شوه.
ورو یې وویل:
«ښه ده زویه، لږ آرام وکړه، په ذهن ډېر فشار مه راوړه.»
مور ووتله، خو د هغې د لاس تودوالی لا هم زما پر سر پاتې و. پوه شوم چې که څه هم زما ذهن د یوې ناپېژندلې څېرې په لټه کې دی، خو زما زړه لا هم د مور په دعا ولاړ دی.
مور چې له کوټې ووتله، زه لا هم پر جاینماز ناست وم، ځکه دا مې عادت و، کله به چې خفه وم نو د لمانځه ځای به راته سکون راکاوه.
لږ وروسته پورته شوم، کتابونه مې برابر کړل او مکتب ته روان شوم. په لاره کې مې ذهن بیا هم د هماغې ناپېژندلې څېرې په فکرونو بوخت و.
ښوونکی خبرې کولې، تخته ډکه وه، خو زما سترګې او فکر بل ځای وو. نه پوهېدم ولې د زړه سکون رانه تللی و، حال دا چې لا مې د هغې نوم هم نه و زده.
خدای خبر چې روح مې په کوم وطن کې چکر وهلو، خو جسماً په صنف کې ناست وم.
د څنګ ملګري مې، چې رفیعالله نومېده، وڅوخلم:
«هلکه، څه په فکرونو کې ډوب یې؟ درس ته وګوره!»
په دغه ورځ دوه استادانو په دوو پرلهپسې ساعتونو کې ښه سم بېآب کړم.
د مکتب له رخصتېدو وروسته، سمدستي دوکان ته ولاړم. احمد لا تر ما مخکې رسېدلی و. سلام مو سره وکړ، خو زما پام د دوکان په کار نه و.
لاسونه مې بوخت وو، خو سترګې مې بیا د سړک هغې خواته تللې. وخت ورو ورو تېرېده. خلک تلل، راتلل، سودا یې اخیسته، خبرې یې کولې، خو زما لپاره هر څه یو شان ښکارېدل.
زړه مې یوازې د یوې لارې څارنه کوله، هماغه لاره چې پرون مې پکې یوه لنډه صحنه لیدلې وه.
د غرمې شاوخوا وخت و. د دوکان مخې ته کښېناستم. د لمر له ورو ورو تودېدو سره زما زړه ورو ورو بېقراره کېده.
ځان سره مې وویل: شاید هغه رانشي… شاید دا ټول یوازې یو خیال وي.
خو انتظار کله د انسان له عقل نه اجازه نه اخلي، بس د زړه په کونج کې کېني او چوپ پاتې کېږي.
زه هماغسې ناست وم چې احمد راوغږ کړ:
«زه ځم کور ته، تا ته به حلیم ډوډۍ دلته راوړي.»
هغه لاړ، او زه په دوکان کې کښېناستم.
تقریباً یوه بجه شوه چې د ناهید شهید مکتب خپل زدهکوونکي رخصت کړل. د ماشومانو شور او د هغوی د خندا اوازونو د کوڅې فضا ډکه کړه. هر څوک په بیړه روان وو، خو زه هماغه شان پر خپله څوکۍ ناست وم.
ګورم چې هماغه هلک، چې نوم یې حامد و، د دوکان په لوري په ګړندیو ګامونو روان دی. له ننوتو سره یې وخندل او ویې ویل:
«چرا پیشانیات ترش است؟»
ما ورته وویل:
«نه، بیدر خدا نکنه، باید تره امروز داکتر ببرم، چشماتم ضعیف شده.»
خوله یې له خندا وازه وازه کېده. څو دقیقې مو بنډار وکړ. حامد یو ډېر بانزاکته او زحمتکښ هلک و، خدای شته، سخت راباندې ګران شو.
موږ لا په خبرو بوخت وو چې ټیلیفون ته مې زنګ راغی. ګورم چې احمد ضیا دی. اوکې مې کړ.
له سلام وروسته یې د مسخرو په انداز وویل:
«څنګه یې، له تجارت سره؟ اوس به دې سرمایه یو په دوه کړې وي.»
ځان مې یو څه جدي ښکاره کړ:
«یاره، یو خو ته هم چې څه په خوله درځي وایې. هسې مې هم طبیعت خراب دی. راشه، د مکتب شاګردانو یو کارتن بریاني همداسې له ځان سره وړې.»
زیاته یې کړه:
«تجاره که به تا هم ورسره یونسي، زه خپل درس ګورم.»
ما وویل:
«توبه، دا تجاره مه راته وایې، لږ پاتې ده چې له لوږې مړ شم، ډوډۍ مو لکه چې راپسې خیرات کړه.»
هغه وخندل او ویې ویل:
«نه نه، بېغمه اوسه، که ستا دا تجارت وي، خدای مني که یې راڅخه په سترګو ونه وینې. اوس مې ځکه زنګ درته وکړ چې زیری درته لرم، هغه دا چې نن یې په کور کې ستا دښمنان پاخه کړي دي، نو د مهربانۍ له مخې ته د ځان لپاره یو څه انتظام وکړه.»
ما وویل:
«سمه ده، خو چې بېګا ته پاتې نه شي، ګنې په خدای چې ځم هوټل ته او هلته شپه کوم.»
بحث مو لږ اوږد شو، له یو څو خبرو وروسته ټیلیفون بند شو.
د ټیلیفون له بندیدو وروسته څو شېبې چوپ پاتې شوم. حامد راته کتل، لکه چې زما په مخ کې یې د خبرو پایله لوستله. دا چی حامد می اوس خپل نيږدې ملګري ګڼلو نو له ټولي کیسی می خبر کړ. دواره چوپ پاتی شوو.
حامد به زياتره خبری راته په ماته ګوډه پښتو کولی وویل : شا يعني اوس د لیونتوب شروع کړي.
ما ورو ساه واخیسته او موسک شوم، خو زړه مې لا هم دروند و.
حامد وویل:
«ښه ده، ته هم عجیب فکرونه لرې، کار هم کوې، غم هم کوې.»
ما ورته وویل:
«کله چې فکرونه زیات شي، سکون د انسان له زړه ورو ورو کډه کوي.»
هغه وخندل، خو د هغه خندا زما په زړه کې کومه تشه نه ډکوله.
سترګې مې بیا د کوڅې هغې خواته واوښتې، هماغه لاره چې ما پکې د نامعلوم انتظار تار غوټه کړی و.
حامد له ما سره په دوکان کې و. کله چې دوه بجې شوې، زه د هغې په انتظار وم، خو لا نه ښکارېده. زړه مې بېقراره ټوپونه وهل او سترګې مې هره شېبه د کوڅې خواته تللې.
لس دقیقې وروسته، د پارک له شمال ختیځې کوڅې هغه څوک راښکاره شول چې زما سکون یې رانه اخیستی و. د هغې په لیدو مې وجود ولړزېد او ذهن مې تش شو.
هماغه شېبه مې بس وه چې پوه شم، انتظار مې بېځایه نه و.
هغه زما د دوکان له مخې تېره شوه. قدمونه یې نرم او متوازن وو، هر ګام یې فضا ته یو ډول ارامۍ او ښکلا ورکاوه.
خدای ورته لوړ قد وکړي وو، او د تګ انداز یې داسې لطیف و چې بې له زحمت هر نظر پرې ورتاوه.
د هغې سترګې شنې وې، او د یوه ارام جهیل د څپو په څېر ځلېدې. تور حجاب، چې سپینې عمودي لیکې پکې وې، پر تن کړی و، چې په تګ کې یې یو ډول جذاب تاثر ورکاوه.
هغه مې له سترګو پناه شوه. زه حامد له لومړي نظره څارلی وم. هغه راته په نرم غږ وویل…
د نن شپې لپاره
د ناول «د هدیری پای» لومړۍ برخه
تر همدې ځایه وه.
تر بیا…
په راتلونکې برخه کې
به د کیسې نوې پاڼه پرانیستل شي.
تر هغې وخته
تاسو ټولو ته
ښې چارې او خوږې شپې غواړم.
✍️ شاهدالله اسرار