16/05/2026
“د اختر نه یوه ورځ مخکې بازار له خلکو ډک و…
هر طرف رڼاګانې، خوشحالۍ او د اختر شور و۔
خو احمد د خلکو په منځ کې غلی روان و۔
د هغه په جیب کې ډېرې لږې پیسې وې، خو په زړه کې یې یو لوی ارمان و۔
هغه غوښتل د خپلې مور لپاره داسې چپل واخلي چې مور یې د اختر په ورځ خوشحاله شي۔
ځکه چې هغه به هر کال لیدل چې مور یې د ځان لپاره هېڅ نه اخلي۔
کله به چې احمد ورته ویل:
‘مورې، ته هم نوې جامې او چپل واخله…’
مور به موسکۍ شوه او ویل به یې:
‘زویه، ستا خوشحالي زما اختر دی.’ ❤️
همدې خبرو د احمد زړه ماتاوه۔
هغه ته یاد شول هغه ورځې چې مور به یې د خلکو کورونو کې کار کاوه،
شپه او ورځ به یې ستړیا ګالل،
خو احمد ته به یې هېڅکله د کمۍ احساس نه پرېښود۔
احمد په بازار کې هر دوکان ته کتل۔
ځینې چپل ډېر قیمتي وو، ځینې دومره ساده چې د مور د مینې برابر نه وو۔
بالاخره هغه یو دوکان ته داخل شو۔
هلته یې یو سپین او نازک چپل ولید چې وړو وړو ستورو غوندې ډیزاین پرې و۔
هغه چپل داسې ښکارېده لکه د مور د پاک زړه تصویر۔ ✨
دوکاندار قیمت ورته وویل…
احمد خپل جیب ته لاس کړ، پیسې کمې وې۔
د هغه سترګې ښکته شوې۔
هغه ورو وویل:
‘کاکا… لږ ارزان نه شي؟ دا زما د مور لپاره دي…’
دوکاندار د احمد سترګو ته وکتل۔
هلته مینه وه، اخلاص و، د مور قدر و۔
هغه موسکی شو او ویې ویل:
‘زویه، مور لپاره اخیستل شوی شی ارزانه نه وي… خو زه به درسره مرسته وکړم.’ ❤️
احمد په خوشحالۍ چپل واخیستل او کور ته روان شو۔
د لارې په اوږدو کې یې یوازې دا سوچ کاوه چې مور به یې څومره خوشحاله شي۔
د اختر سهار شو۔
کور کې د خوشحالۍ فضا وه۔
مور بیا هم د هر چا خدمت کې بوخته وه۔
احمد ورو هغه بکس د مور مخې ته کېښود۔
مور حیرانه شوه:
‘دا څه دي زویه؟’
احمد په نرم غږ وویل:
‘مورې… ټول عمر دې زمونږ لپاره خپل ارمانونه قربان کړل، دا کوچنۍ ډالۍ ستا لپاره ده.’
کله چې مور بکس خلاص کړ، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې۔
هغې چپل په لاس کې ونیول…
خو هغې ته دا یوازې چپل نه وو۔
هغې پکې د خپل زوی مینه، احترام او قدرداني لیدله۔
مور احمد غیږ کې ونیو او ویې ویل:
‘زویه… نن رښتیا هم زما اختر شو.’ 😢❤️
ځینې شیان په پیسو نه اخیستل کېږي…
ځینې شیان یوازې د مینې په احساس ارزښت پیدا کوي۔
👠 Heel Queen — د مور د مینې او احترام احساس.”