07/02/2023
اجمل خټک بابا 1925 کښې په اکوړه خټک کښې زيږدلے دے انقلابې شاعر وو قوم دپاره اولس دپاره د پښتنو د بيدارئ دپاره يي ډيره زياته مبارزه کړې وه تحريکونه يي کړي دي باچا خان سره اوږه په اوږه ملګري هم پاتې شوي دے.
په نورلس سوه څلور اوويا م(۱۹۷۴) کښې د دوئ او د جميعت العلما الاسلام مشترکه حکومت وو په صوبه کښې اجمل خټک بابا پکښې وزير اطلاعات هم پاتې شوے دے ايم اين اے هم پاتی شوي دے سنيټر هم پاتې شوے دے خو دا واحد سياست دان دے چي نه يي بچو ته څه کړي وو نه يي ځان ته څه کړي .
تر ننه پورې يې په اکوړې کښې هغه زوړ کور دے زَړه ديره يي ده ډيره ملنګې يي کړي ده د پاړټئ دپاره يي ډيرې زياتي قربانئ دي د پښتون قام دپاره په شاعرئ کښې يي مبارزه ډيره ده جهاد يي پکښې ډير دے د اولس د بيدارئ دپاره يي پکښې چغه وهلي ده انقلابی نظمونه يي وئيلي دي ددې په وجه جيل ته هم تللے وو
وفات :
په اوؤمه فرورئ دوه زره لسم کښې په اکوړه خټک کښې خاورو ته وسپارل شۀ په ګور يي نور ياد يې تل پاتې
نن د بابا ديارلسم تلين دے